د کډوالو سره د مرستې نړیوال سازمان ویلي، د امریکا یوې فدرالي محکمې د ټرمپ ادارې ته امر کړی چې د افغان کډوالو د ځانګړې کډوالۍ «اېسایوي» ویزو د غوښتنلیکونو ارزونه بې له ځنډه بیا پیل کړي.
د واشنګټن ډيسي قاضي تانیا چاټکان ویلي، د دغو دوسیو ځنډول د کانګرس او د محکمې د پخوانیو حکمونو خلاف عمل دی.
که څه هم پر افغانانو د امریکا د سفر بندیز لا هم پر ځای دی؛ خو محکمې ټینګار کړی چې د هغو افغانانو د ویزو ارزونه باید دوام ومومي چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی او کلونه یې د پرېکړې انتظار ایستلی دی.

