د طالبانو حکومت یوه استخباراتي چارواکي جابر نعماني، د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د دفاعي پوهنتون د فراغتغونډې مراسمو کې ویلي، چې نظام یې د معاملې په ترڅ کې نه دی راغلی.
ښاغلي نعماني دغه راز زیاته کړه د هیڅ سیاسي او فردي امتیاز لپاره ددې نظام بقا نه ده تضمین کړې.
هغه ویلي چې مجاهدین ورونه دې عوامل او د زوال علتونه مطالعه کړي، ځکه چې دا کیسه خورا مهمه ده.
نوموړي دغه راز خلکو ته ډاډ ورکړی چې د «اسلامي امارت» د مشرانو پر اخلاص، وفا او صداقت مطمئین اوسئ.

