د خوست د طالبانو حکومت د امنیه قومنداني ویاند مستغفر ګربز وایي، خوست کې د الخلیج سیاحتي شرکت رییس او دوه کارکونکي د جعل کارۍ په تور نیول شوي او اوس تر څار لاندې دي.
ګربز ویلي، چې دا کار وروسته تر هغه کېږي چې د کام ایر شرکت ته د اماراتو د حکومت له لوري د جعلي وېزې لرونکي شخص د لېږد په تړاو اخطاریه ورکړل شوه.
ګربز زیاته کړې، چې دوی په خپلو څېړنو کې له دغه شرکت او د شرکت د رییس له کور څخه ګڼ جعلي پاسپورټونه، د پاکستان وېزې او پاسپورټونه، پاکستان ته د تګ راتګ جعلي ټاپې او اروپا ته د قاچاق په موخه خلکو ته جوړ کړي جعلي پاسپورټونه ترلاسه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې پېښې یوه ورځ وړاندې هم د دې شرکت دوه نور کارکونکي د جعلي پاسپورتونو پو تور نیول شوي وو.

