د نوبل د سولې جایزې ګټونکې او د ایران د بشري حقونو فعالې نرګس محمدي وکیل مصطفی نیلي خبر ورکړی، چې د مشهد انقلاب محکمې نوموړې ته د «اجتماع او پټې هوکړې» په تور شپږ کاله او د «تبلیغاتي فعالیت» په تور یو نیم کال بند سزا ورکړې ده.
سربېره پر دې، محکمې پر هغې دوه کاله د هېواد څخه د وتلو بندیز او دوه کاله تبعید د خراسان جنوبي ولایت خوسف ولسوالۍ ته هم حکم کړی دی.
د نرګس محمدي مېړه تقي رحماني دا پرېکړه «بېرحمانه» بللې او ویلي یې دي، چې دا درنه سزا یوازې د یوې جنازې په مراسمو کې د ګډون او وینا له امله صادره شوې ده.
د هغه په وینا، محمدي له ۵۹ ورځو راهیسې په بند کې ده او یوازې یو ځل یې له کورنۍ سره د اړیکې اجازه ورکړل شوې ده.
نرګس محمدي تر دې وړاندې ویلي وو چې د ایران قضايي نظام نه مني او یوازې به په علني محکمه کې له ځانه دفاع کوي.

