د ټیکنالوژۍ میلیاردر ایلون ماسک ویلي چې د هغه شرکت اسپیس ایکس د انسانانو د مریخ استوګنې پر پلان لږ تمرکز کړی او اوس یې لومړیتوب د سپوږمۍ پر لور بدل کړی.
ایلیون ماسک په خپله ایکس پاڼه اعلان وکړ، چې شرکت یې پلان لري د سپوږمۍ پر سطحه “یو پر ځان وده کونکی ښار” جوړ کړي، چې هغه وایي د دې کار بشپړیدل د مریخ په پرتله په لسو کلونو کې امکان لري، په داسې حال کې چې د مریخ لپاره ورته پلان تر ۲۰ کلونو زیات وخت ته اړتیا لري.
ماسک زیاته کړه: «اصلي لومړیتوب د بشریت د راتلونکي خوندي کول دي، او سپوږمۍ دا کار چټک کوي.
همدارنګه د سي اېن اېن د راپور له مخې، مریخ ته سفر یوازې هغه وخت ممکن دی چې سیارې هر ۲۶ میاشتو کې یو ځل سمون وخوري (شاوخوا شپږ میاشتنی سفر)، خو سپوږمۍ ته هر ۱۰ ورځو کې (د دوه ورځني سفر) توغونې ترسره کېدای شي.»
سره له دې چې ماسک سپوږمۍ ته د پام تمرکز زیات کړی، هغه وویل چې اسپیس ایکس لا هم د مریخ ښار جوړولو ته ژمن دی او پلان لري دا کار په پنځه تر اووه کلونو کې پیل کړي.
د راپور له مخې، ماسک د پلان مهمه برخه د هغه د Starship سیستم کارول دي — چې تر ټولو لوی فضایي بیړۍ او راکټ سیستم دی — ترڅو انسانان سپوږمۍ ته ورسوي. خو دا بیړۍ لا هم د ازموینو په لومړنیو مرحلو کې ده او څو ځله یې په ازموینو کې چاودنې کړې دي.
دا مهال د اسپیس ایکس د سپوږمۍ بیړۍ د NASA د Artemis درېیمې ماموریت لپاره جوړېږي، چې هدف یې د سپوږمۍ پر سطحه د انسانانو کیناستل دي.

