کابل کې د ایران سفارت وایي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریبآبادي د طالبانو حکومت د سرحداتو، اقوامو او قبایلو له وزیر مولوي نورالله نوري سره په ټیلیفوني تماس کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي همکاریو پر دوام او پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لوریو د سرحدي چارو په برخه کې د دوهاړخیزو همکاریو بهیر مثبت ارزولی او د سرحدي اسنادو او نښو د نوي کولو پر دوام یې هوکړه کړې ده.
سفارت خبر ورکړی، چې د ایران او افغانستان د لوړپوړو سرحدي چارواکو راتلونکې رسمي غونډه به په ۱۴۰۵ کال کې د ایران په کوربتوب ترسره شي.

