د طالبانو حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د خپل حکومت د دفاع وزارت یوې غونډې کې خبرداری ورکړ چې «افغانستان غوړه ګوله نه، د زقوم ونه ده» او په خبره یې هر «نامولود» ماشوم یې د هضمولو توان نه لري.
ښاغلي برادر ویلي افغانستان هیڅ هیواد ته زیان نه دی رسولی او له ګاونډیانو هم غواړي چې دې هېواد ته بهانې ونه پلټي.
د طالبانو حکومت اقتصادي مرستیال ټینګار وکړ چې د دوی د حکومت تګلاره په اسلامي شریعت ولاړه ده.
نوموړي دغه څرګندونې نن یکشنبه په ابو عبیدة بن الجراح نظامي پوهنتون کې نظامي افسرانو ته په خبرو کې کړي.

