اسرائيلي رسنۍ «کانال ۱۴» راپور ورکړی چې اسرائیل د امریکا او ایران ترمنځ د هر ډول احتمالي تړون لپاره یو لړ سخت شرطونه مطرح کړي دي.
د راپور له مخې، اسرائیل غواړي د ایران اټومي پروګرام په بشپړه توګه لغوه شي او ټول غني شوي یورانیم له ایرانه وایستل شي.
سرچینه زیاتوي چې تلابیب همداراز د ایران د توغندیو د واټن محدودول تر ۳۰۰ کیلومترو پورې، د سیمې د نیابتي ځواکونو له منځه وړل، او پر هر ډول احتمالي تړون د «نږدې، جدي او عملي څار» غوښتنه کړې ده.
اسرائيلي رسنۍ ټینګار کوي چې دا غوښتنې د اسرائیل له نظره د سیمې د امنیت لپاره اساسي شرطونه بلل کېږي.

