د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ويلي، د یورانیمو غنيکول د ایران ُمسلم او نه انکارېدونکی حق دی او دا به دوام ولري، خو تهران چمتو دی چې د غنيسازۍ کچه راکمه کړي.
نوموړي د الجزیرې تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې د ایران د توغندیز پروګرام په اړه نه اوس او نه هم په راتلونکي کې د کوم ډول مذاکراتو امکان شته.
عراقچي همدارنګه وویل، چې لوړ غني شوي یورانیم به له هېواده بهر ونه لېږدول شي او دا موضوع د ایران لپاره سره کرښه ده.
هغه زیاته کړه چې تر دې دمه د مذاکراتو د دویم پړاو لپاره کومه رسمي نېټه نه ده ټاکل شوې او خبرې لا هم د ابهام په حالت کې دي.

