د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د عمان په پلازمېنه مسقط کې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د پای اعلان کړی او ویلي چې دا خبرې یو ښه پیل و او د مذاکراتو د دوام په اړه د دواړو لورو ترمنځ تفاهم موجود دی.
عراقچي د خبرو د دوام د احتمال په اړه ویلي: «دا خبرې کېدای شي دوام ومومي؛ خو دوام یې د مقابل لوري پر دریځ او همداراز پر هغو پرېکړو پورې تړلی دی چې په تهران کې نیول کېږي.»
نوموړي دغه مذاکرات اوږده او دوامدار بللي او زیاته کړې: «د خبرو د دوام پر اصل هوکړه شوې ده؛ خو څرنګوالی او وخت به یې وروسته ټاکل کېږي.»
عراقچي همداراز ویلي: «زما انګېرنه دا ده چې که مقابل لوری همدا بهیر ته دوام ورکړي، موږ کولای شو د مذاکراتو لپاره یوه عمومي چوکاټ ته ورسېږو.»

