د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې په یو جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال شوې چاودنه غندلې، چې له امله یې ګڼو لمونځکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه اعلامیه کې ویلي، دا ډول بریدونه چې د سپېڅلو شعائرو او جوماتونو حرمت تر پښو لاندې کوي او عبادت کوونکي او ملکي وګړي په نښه کوي، د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف کړنې دي او په کلکو ټکو یې غندنه کوي.
نوموړي د پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله څرګنده کړې ده.

