اسلام اباد کې د افغانستان پخواني مرستیال سفیر زردشت شمس ویلي، هغه هېواد چې کلونه یې د القاعده مشر پټ ساتلی او دا مهال داعش د نیابتي وسیلې په توګه کاروي، په ۲۰۲۵ کال کې د ملګرو ملتونو د داعش او القاعده پر ضد د بندیزونو د کمېټې مشري کړې او سږ کال یې هم غړیتوب لري؛ چې دا چاره د ملګرو ملتونو پرېکړې له اعتباره غورځوي.
نوموړي زیاته کړې چې په دې کار سره ملګري ملتونه په ځان او نړۍ ریشخند وهي.
هغه دا څرګندونې د طالبانو حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد د هغه خبرو غبرګون کې کړي چې ویلي وه، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د امنیت په اړه اندېښنې بېځایه دي او دا ځکه راپورته کېږي چې افغانستان په دغو ناستو کې حضور نه لري او ځینې هېوادونه له همدې خلا څخه د پروپاګند لپاره کار اخلي.

