جمعه, مارچ 13, 2026
Homeکورپاڼهکارولین لیویت:د ډونالډ ټرمپ لپاره ډیپلوماسي د ایران او امریکا په خبرو...

کارولین لیویت:د ډونالډ ټرمپ لپاره ډیپلوماسي د ایران او امریکا په خبرو کې لومړنی انتخاب دی

د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولین لیویت د ایران او امریکا ترمنځ د جمعې ورځې د ناستې په اړه یوې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي چې د ډونالد ټرمپ لپاره ډیپلوماسي تل د نړۍ له هېوادونو سره د تعامل لومړنی انتخاب دی؛ که هغه د امریکا متحدین وي او که سیالان.

د سپینې ماڼۍ ویاندې زیاته کړې چې سټیو ویتکاف او جرد کوشنر به د همدې خبرو اترو لپاره د جمعې په ورځ عمان ته سفر وکړي.

هغې ویلي، معلومه شي چې د دغو مذاکراتو پایله به څه وي او ولسمشر ټرمپ د هغوی له لوري د راپور او تازه معلوماتو ترلاسه کولو ته په تمه دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here