الجزیرې د خپلو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې، ایران او امریکا د ترکیې، قطر او مصر په منځګړتوب د یوې نوي امنیتي او اټومي موافقې پر چوکاټ توافق ته رسېدلي دي.
په دې چوکاټ کې ایران ژمنه کړې چې، درې کاله به د یورانیومو غنيکول ودرول شي او وروسته به یې کچه تر ۱.۵٪ لاندې وساتل شي.
د لوړ غنيوالو یورانیوم زیرمې به درېیم هېواد ته انتقال شي.
خپلو سیمهییزو غیر دولتي متحدانو ته د وسلو او ټکنالوژۍ د انتقال مخه به ونیسي.
د بالسټیک توغندیو د کارولو لومړی اقدام به نه کوي.
همدا راز، دواړو هېوادونو د یو تفاهم د عدم تجاوز په اړه موافقه وکړه.
دا خبرې په داسې مهال په عمان کې ترسره کېږي، چې سیمه د امریکا د احتمالي برید له خطر سره مخ ده، او تېره میاشت، د ایران د مظاهره کوونکو پر ضد د سختې پرځونې وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځواکونو ته د عرب سمندرګي په ساحو کې د ځای پرځای کېدو امر کړی و.

