د ټکنالوژۍ نړۍ مشهور میلیاردر او د ټسلا او سپېسایکس مشر ایلان ماسک، په تازه څرګندونو سره یو ځل بیا د عامه بحثونو محور ګرځېدلی دی.
نوموړي په ټولنیزه شبکه اېکس کې د شتمنۍ او خوښۍ ترمنځ اړیکې ته په اشارې لیکلي:
«هر څوک چې وایي پیسې خوشبختي نه شي اخیستلی، ښايي واقعاً پوهېده چې څه وایي.»
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د نړیوالو مالي سرچینو د معلوماتو له مخې، د ایلان ماسک خالصه شتمني اوس شاوخوا ۸۲۵ میلیارد امریکایي ډالرو ته رسېدلې ده، چې دا د نړۍ د شتمنو په تاریخ کې یو بېساری ریکارډ بلل کېږي.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د ماسک د شتمنۍ زیاتوالی تر ډېره د هغه د شرکتونو د ارزښت د لوړوالي پایله ده، په ځانګړي ډول د ټسلا، سپېسایکس او مصنوعي ځیرکتیا شرکتونو کې د وروستیو پانګونو له امله.
شنونکي زیاتوي، که څه هم دا ډول ستره شتمني د اقتصادي ځواک نښه ده، خو د ماسک څرګندونې یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کوي چې آیا مادي بریاوې کولی شي د انسان شخصي رضایت تضمین کړي که نه.
په ټولنیزو شبکو کې د کاروونکو غبرګونونه ښيي چې د ماسک خبرې د ستاینې ترڅنګ له نیوکو سره هم مخ شوې دي؛ ځینې یې هغه د بریالیتوب سمبول بولي، خو نور بیا وایي چې شتمني د خوشبختۍ یوازینی معیار نه شي کېدای.

