د خیبرپښتونخوا سترې محکمې د پاکستان حکومت لهخوا پر پښتون ژغورنې غورځنګ (پيټياېم)، او د دې غورځنګ پر مشر منظور پښتین او یو شمېر نورو مشرانو لګول شوي بندیزونه تایید کړل.
د محکمې پرېکړې له مخې د غورځنګ د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه رد شوې ده.
د پاکستان ډان ورځپانې راپور ورکړی چې د کورنیو چارو وزارت په ۲۰۲۴ کال کې پر پيټياېم بېلابېل بندیزونه لګولي چې د محکمې په خبره، بشپړه پرېکړه به وروسته خپره شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ وکیلانو ویلي، پيټياېم یو مدني او ټولنیز غورځنګ دی چې د ۲۰۱۴ کال راهیسې د پښتنو د حقونو لپاره فعالیت کوي او د تاوتریخوالي ضد دریځ لري.
خو د پاکستان حکومت وکیل، ثناء الله، ادعا کړې چې د غورځنګ مشران د دولت ضد فعالیتونو سره تړاو لري او په خپلو غونډو کې یې د پاکستان پر وړاندې د کرکې ډکې ویناوې کړي دي.
د غورځنګ وکیلانو ویلي، پيټياېم د سیاسي ګوند نه، بلکې یو غورځنګ دی، او د ټاکنو کمېسیون سره د ثبت اړتیا نه لري.
دوی همدارنګه د بندیز لاملونو د روښانتیا غوښتنه کړې، خو حکومت تر اوسه کوم معلومات نهدي شریک کړي.

