چهارشنبه, فبروري 4, 2026
Homeکورپاڼهوال‌سټریټ ژورنال:ډونالډ ټرمپ د ایران د تهاجمي کړنو له امله د خبرو...

وال‌سټریټ ژورنال:ډونالډ ټرمپ د ایران د تهاجمي کړنو له امله د خبرو پرېښودو امکان څېړي

وال‌سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې د ایران د چارواکو له لوري له امریکا سره د خبرو د پرېښودو له ګواښونو سره هممهاله، یو شمېر امریکايي چارواکو ویلي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تهران د «تهاجمي کړنو» له امله د مذاکراتو د پرېښودو اختیار ارزولی دی.

راپور زیاتوي چې امریکا د سه‌شنبې په ورځ د ایران یوه بې‌پیلوټه الوتکه هغه مهال وویشته چې د امریکايي ناو هواپیمابر «ابراهام لینکلن» پر لور روانه وه.

سره له دې، رویټرز د یوې سیمه‌ییزې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې امریکا او ایران پلان لري چې د جمعې په ورځ په عمان کې خبرې اترې ترسره کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here