چهارشنبه, فبروري 4, 2026
Homeکورپاڼهاتحادالمجاهدین؛په سویلي وزیریستان کې خلکو ته خبرداری ورکړی چې د پاکستاني پوځ...

اتحادالمجاهدین؛په سویلي وزیریستان کې خلکو ته خبرداری ورکړی چې د پاکستاني پوځ دې ځانونه لیرې وساتي

د سویلي وزیرستان د اعظم ورسک سیمې اوسېدونکو ته د اتحادالمجاهدین وسله والې ډلې له خوا د شپې پاڼو له لارې خبرداری ورکړل شوی، چې له امنیتي ځواکونو دې ځانونه لرې وساتي او خپل ماشومان دې د امنیتي پوستو او د هغوی فعالیتونو ته نږدې نه پرېږدي.

د راپورونو له مخې، پاڼې د یادې ډلې جیش خراسان څانګې خپرې کړي دي.

په یادو پاڼو کې خلکو ته سپارښتنه شوې چې د امنیتي ځواکونو روغبړ ونکړي او د ممکنه خطرونو مخنیوي ته پام وکړي.

په سیمه کې د پاکستاني ادارو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here