د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ترکيې د ديپلوماتيک ماموريت له نوي مشر سادين آی يلدیز سره د پېژندنې ناسته ترسره کړې.
د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ليدنه کې د افغانستان او ترکيې ترمنځ د دوهاړخيزو اړيکو پر پراختيا خبرې شوې.
خبرپاڼه زياتوي چې امیرخان متقي د ترکيې د نوي ديپلوماتيک ماموريت مشر ته د دندې د بريا هيله څرګنده کړې او ويلي چې د افغانستان او ترکيې ترمنځ اړيکې مخ پر پياوړتيا دي.
په همدې حال کې، سادين آی يلدیز د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ښې بللې او د افغانستان سره د ترکيې د همکاريو پر پراخېدو، په ځانګړي ډول د اقتصاد او روغتيا په برخو کې ټينګار کړی.

