واینټ په یو راپور کې ویلي، په اسراییل کې داسې اندېښنه شته چې ډونالډ ټرمپ هڅه کوي خپل سیاسي مشروعیت بشپړ کړي څو د ایران پر وړاندې د احتمالي نظامي اقدام لپاره زمینه برابره کړي.
راپور زیاتوي چې که خبرې ناکامه شي، ټرمپ به ووایي چې د خبرو بشپړه هڅه شوې؛ خو د ایران چارواکي سرسخت پاتې شوي، او اوس یواځینۍ لار د «سخت درس ورکول» ده.
ویل کېږي، ټرمپ غواړي د خبرو کانال تر وروستۍ اندازې پرمخ بوځي، خو که ایران د هغه شرایط ونه مني، نو په سخت اقدام غور کوي.
راپور وايي، د خبرو او احتمالي نظامي اقدام دقیق مهالویش نه دی څرګند؛ خو خبره د څو اونیو په اړه ده.

