تېره ورځ د بلوچستان په نوشکي سیمه کې د بلوڅ ازادي غوښتونکي غورځنګ لخوا د بریدونو پیل د یوې ځانمرګې بریدګرې، اصفه منګل له لورې وشو.
هغې د ایاېسای پر مرکز د موټر بم په وسیله برید وکړ.
اصفه منګل د نوشکي د قاضياباد اوسېدونکې وه او په ۲۰۲۳ کال کې چې ۲۱ کلنه وه، د BLA د مجید برګېډ له واحد سره یو ځای شوې وه.
د بلوچستان چارواکي وایي چې اوس وضعیت عادي شوی دی.
اصفه منګل د بلوڅ ازادۍ پوځ په ځانمرګو بریدونو کې تر ټولو پېژندل شوې ښځینه غړې ګڼل کېږي.
په بلوچستان کې د ازادي غوښتونکو بلوڅانو د وړمې ورځې په پراخو بریدونو کې د بلوچستان د اعلی وزیر سرفراز بګټي په وینا، ۳۱ ولسي وګړي، ۱۷ پاکستاني سرتېري او ۱۴۵ وسلهوال وژل شوي دي.

