د ایران مذهبي مشر علي خامنهاي تهران کې د ایران وروستي ولسي خوځښتونه «د کودتا په څېر فتنه» بللې او ویلي یې دي چې دا هڅه شنډه شوه.
د هغه په وینا، د دغو اقداماتو موخه د هېواد د ادارې مهم او اغېزمن مرکزونه ویجاړول وو.
خامنهاي ټینګار کړی چې د ایران ولس به د هر ډول برید او فشار پر وړاندې سخت غبرګون وښيي او ویې ویل: «ملت به هغه چا ته چې پرې برید وکړي، کلک سوک ورکړي.»
هغه د جګړې د ګواښونو په اړه وویل، چې دا ډول خبرې نوې نه دي او امریکايي چارواکو پخوا هم د جګړې د انتخاب یادونه کړې ده.
د هغه په وینا، دا ګواښونه د ایران پر ولس اغېز نه لري.
خامنهاي زیاته کړې چې ایران به د جګړې پیل کوونکی نه وي او پر هېڅ هېواد د برید نیت نه لري؛ خو که پرې برید وشي، ملت به یې کلک ځواب ورکړي.

