د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف ادعا کړې چې بلوڅ ازادي غوښتونکې ډله (BLA) د هند په ملاتړ فعالیت کوي او د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره کارول کېږي.
نوموړي په سیالکوټ کې رسنیو ته ویلي، چې وروستي بریدونه د بهرني ملاتړ پایله ده او د نیول شویو کسانو له اعترافونو ښکاري چې هند د دې ډلو تر شا ولاړ دی.
هغه ټینګار کړی چې BLA یوه بهرنۍ تمویل شوې ډله ده.
خواجه آصف همدارنګه ویلي، چې د لادرکه شویو کسانو تر نامه لاندې ډېری کسان په اصل کې د BLA وسلهوال غړي دي او دا موضوع د بشري حقونو تر پوښښ لاندې د ترهګرۍ د پټولو هڅه ده.
نوموړي ویلي، پاکستان به د ترهګرۍ پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي او اجازه به ورنه کړي چې بهرني ځواکونه د ناامنۍ لپاره وسلهوالې ډلې وکاروي.

