د پاکستان تحریک انصاف ګوند د هېواد قاضي القضات ته په یو پرانېستي لیک کې ویلي، چې د پاکستان اساسي قانون د بحران سره مخ دی او د سترې محکمې خپلواکي تر پوښتنې لاندې ده.
تحریک انصاف ګوند په لیک کې د حکومت د خپلسریو او د قضایي پرېکړو د سپکاوي پر وړاندې د محکمې په بېپریکړه ګامونو اندېښنه څرګنده کړې ده.
په لیک کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان پر ضد د سیاسي غچ اخیستنې، د ګوند غړو د غیر قانوني نیونو او شکنجې یادونه شوې او ویل شوي چې بنسټیز حقونه تر پښو لاندې شوي دي.
ګوند له قاضي القضات څخه غوښتنه کړې، چې د محکمې حکمونه په بشپړه توګه پلی کړي، سرغړونکي چارواکي دې قانون ته وړاندې شي او د سیاسي بندیانو او لادرکه شویو کسانو قضیو کې بیړني اقدامات وکړي.
تر اوسه پورې د پاکستان قضا په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

