د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد اعلان کړی چې د شیخ هبتالله اخندزاده د حکم له مخې په یو شمېر دولتي بستونو کې بدلونونه او نوې ګمارنې رامنځته شوې دي.
د دې بدلونونو له مخې، عزیزالرحمن منصور چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت پخوانی معین و، د پروان د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.
همدارنګه، د پروان پخوانی والي محمد ادریس انوري د ادارې د عمومي ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو د رییس په توګه، تورجان احمدي، چې مخکې د نیمروز د والي مرستیال و، د دایکندی د نوي والي په توګه، نجیبالله بدخشي، د لغمان پخوانی امنیه قومندان، د نیمروز د والي د مرستیال په توګه معرفي شوی او نجیبالله رفیع، د دایکندی پخوانی والي، د سترې محکمې د قطعاتو د عمومي قومندان په توګه ټاکل شوی دی.
په یاد حکم کې د معینانو، امنیه قومندانانو او یو شمېر ولایتي او مرکزي رییسانو په کچه نور بدلونونه هم شامل دي.

