د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په ایرفورس ون الوتکه کې خبریالانو ته ویلي چې هند به د ایران پر ځای د وینزویلا نفت واخلي.
هغه ویلي: «موږ دا تړون له مخکې ترسره کړی دی.»
د ټرمپ دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وشوې چې رویټرز د درېیو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړ، چې امریکا نوي ډهلي ته ویلي ښايي ډېر ژر د وینزویلا د نفتو اخیستلو ته اجازه ورکړي، څو د روسیې د نفتو واردات بدیل کړي.
د هند لپاره د وینزویلا د خام نفتو د برابرولو هڅه په داسې حال کې کېږي چې واشنګټن غواړي د اوکراین پر ضد د روسیې د جګړې له امله د دغه هېواد د نفتو عواید کم کړي.
ټرمپ تېر کال د مارچ په میاشت کې پر هغو هېوادونو چې د وینزویلا نفت اخلي، ۲۵ سلنه تعرفه ولګوله، چې هند هم پکې شامل و.
ټرمپ دا هم وویل چې چین هم کولای شي د وینزویلا د نفتو د اخیستلو لپاره له امریکا سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

