بلوڅ ازاديغوښتونکي پوځ د «هېروف» دوهم پړاو تر نامه لاندې په کوټه، قلات، نوشکي، دالبندین، مستونګ، ګوادر او پسني کې بریدونه کړي، چې په دې ښارونو کې د مخابراتو خدمات هم ودرېدل.
د بلوچستان د روغتیا وزارت اضطراري حالت اعلان کړی او په دولتي روغتونونو کې د ټپیانو درملنه په لومړیتوب کې ده.
د راپورونو له مخې په روغتونونو کې ډاکتران زیات شوي او د عملیاتو خونې په چمتووالي کې دي.
همدارنګه بلوڅ ازادي غوښتونکي غورځنګ یا BLA د لسګونو پوځیانو د وژل کیدو او ټپي کیدو ادعا کړې او لسګونه ښارونه یې تر کنټرول لاندې راوستی.
تر دې دمه د وژل شویو پوځیانو ارقام نه دي څرګند شوي او د یاد غورځنګ لخوا بریدونه لا هم دوام لري.

