د برېټانیا تلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ایران اسلامي رژیم د وروستیو ولسي پاڅونونو پر مهال زرګونه بېګناه وګړي په قصدي ډول وژلي او دا وضعیت د جګړې پر ځای د پراخ بشري قتل بڼه لري.
د راپور له مخې، امنیتي ځواکونه پر ملکي خلکو بېرحمانه بریدونه کوي او هېڅ ډول وسلهوال مقاومت د دوی پر وړاندې شتون نه لري.
تلګراف لیکي، له زندانونو څخه رسېدلي معلومات ښيي چې ښځې تر جنسي شکنجو وروسته وژل کېږي، بندیان د زهرجنو موادو په تزریق وژل کېږي، حتی ماشومان، زاړه کسان او ټپیان هم په روغتونونو کې اعدام شوي دي.
بل خوا، د ټایم مجلې د معلوماتو له مخې په ایران کې د وژل شویو معترضینو شمېر له ۳۰ زرو اوښتی، خو نړیوالو رسنیو ورته جدي پوښښ نه دی ورکړی.
تلګراف ټینګار کوي چې په ایران کې د «ملکي او جنګي تلفاتو» بحث بېمعنا دی، ځکه دلته هېڅ جګړه نشته، بلکې یوازې ملکي وګړي وژل کېږي.

