چهارشنبه, فبروري 4, 2026
Homeافغانستانپاکستاني رسنۍ:د سیپېک د افغانستان پر لور د غځولو طرحه تر بحث...

پاکستاني رسنۍ:د سیپېک د افغانستان پر لور د غځولو طرحه تر بحث لاندې ده

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) د افغانستان پر لور د احتمالي پراخولو په اړه دننه په اسلام‌اباد کې بحثونه روان دي او د پاکستان-چین-افغانستان درې اړخیز چوکاټ د بیا فعالېدو احتمال هم یاد شوی دی.

که څه هم دا موضوع د پاکستان د سنا له ځینو ناستو سره تړاو لري، خو تر اوسه د پاکستان حکومت یا د بهرنیو چارو وزارت په رسمي ډول کوم دریځ نه دی اعلان کړی.

یاده دې وي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري لا هم له جدي خنډونو سره مخ ده او ډېری سوداګریزې لارې تړلې پاتې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here