د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، د خپل ترکي سیال هاکان فیدان سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، چې ایران د عادلانه او منصفانه هستهای مذاکراتو لپاره چمتو دی، خو له فشار او تهدید سره مذاکره نه کوي.
عراقچي وویل، چې ایران هیڅکله د هستهای وسلو غوښتونکی نه و او دا وسلې هېڅ ځای په امنیتي محاسبو کې نه لري.
هغه ټینګار وکړ چې ایران د خپلو دفاعي وړتیاوو، په شمول د توغندیز توان، په اړه هیڅکله مذاکره نه کوي او داخلي امنیت د هېواد خلکو پورې اړه لري.
هغه همدارنګه په وضاحت سره وویل: «مذاکره د دیکته کولو ځای نه دی. که یو طرف وغواړي غوښتنه مخکې له مخکې تحمیل کړي، نو دا مذاکره نه بلکې زور دی.»
عراقچي زیاته کړه چې ایران د امریکا سره د خبرو لپاره کومه ځانګړې نېټه نه لري، خو د هر ډول نظامي حملې لپاره بشپړ چمتووالی لري او وضعیت د تیرو ۱۲ورځنۍ جګړې په پرتله اوس پیچلی او خطرناک دی.
په پای کې، عراقچي د اروپایي اتحادیې په اړه هم څرګندونې وکړې او ویې ویل چې د سپاه پاسداران په اړه پرېکړه د اروپا د محاسباتي تېروتنو څرګندونه ده او دې اتحاديې په نړیوالو اړیکو کې خپل نفوذ له لاسه ورکړی دی.

