د آذربایجان د بهرنیو چارو وزیر جیحون بایراموف ویلي، باکو به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې د دې هېواد فضایي حریم یا خاوره د ایران یا کوم بل ګاونډي پر ضد د پوځي عملیاتو لپاره وکارول شي.
بایراموف دا څرګندونې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره په ټیلیفوني خبرو کې کړي دي.
نوموړي د سیمې پر وروستیو حالاتو اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی چې ټول بحرانونه باید د خبرو اترو، ډیپلوماسۍ او د نړیوالو اصولو له لارې حل شي.
د آذربایجان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د ایران امنیت د باکو لپاره ځانګړی ارزښت لري او دا هېواد به د هر ډول پوځي کړکېچ مخنیوي ته ژمن پاتې شي.

