چهارشنبه, فبروري 4, 2026
Homeافغانستانرحمت‌الله نبیل:په تور لیست کې د سپاه پاسداران شاملېدل، د افغان سیاستوالو...

رحمت‌الله نبیل:په تور لیست کې د سپاه پاسداران شاملېدل، د افغان سیاستوالو لپاره جدي خبرداری دی

د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت‌الله نبیل ویلي، د اروپایي اتحادیې له خوا د ایران د سپاه پاسداران د ترهګریزو سازمانونو په نوملړ کې شاملېدل د افغانستان د سیاستوالو، ګوندونو، رسنیو او کلتوري بنسټونو لپاره یو جدي خبرداری دی او دا ښيي چې په سیمه کې د خړ او دوه‌ګوني سیاست دوره د پای ته رسېدو په حال کې ده.

نبیل ټینګار کړی چې د جمهوریت په دوره کې او له هغې وروسته یو شمېر افغان سیاستوالو، هم د طالبانو په جوړښت کې دننه او هم له هېواده بهر، له سپاه پاسداران څخه مالي او سیاسي ملاتړ ترلاسه کړی او په ښکاره یې د ملي حاکمیت خبرې کولې، خو په پټه توګه یې د سپاه له شبکو سره اړیکې ساتلې.

هغه خبرداری ورکړی چې په نوي سیمه‌ییز نظم کې هر ډول مالي، تبلیغاتي او سیاسي اړیکه له سپاه پاسداران سره کولای شي د نړیوالو بندیزونو، د شتمنیو د کنګل کېدو او قضایي تعقیب سبب شي، او د بهرني نفوذ څېرې به نور د سیاسي لوبغاړو پر ځای د څارنې او حقوقي تعقیب هدف وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here