چهارشنبه, فبروري 4, 2026
HomeUncategorizedامرباالمعروف؛په کاپیسا کې د ژوندي موجوداتو د انځورونو خپرول بند کړل

امرباالمعروف؛په کاپیسا کې د ژوندي موجوداتو د انځورونو خپرول بند کړل

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې په کاپیسا ولایت کې د ژوندي موجوداتو د انځورونو خپرول په رسمي ډول منع کړي دي.

له دې پرېکړې وروسته، د کاپیسا ملي تلویزیون خپل فعالیت راډیويي بڼې ته اړولی او خصوصي رسنۍ هم له سختو محدودیتونو سره مخ شوې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا بندیز به د بیان پر ازادۍ، د رسنیو پر فعالیت او د خلکو پر معلوماتو لاسرسي ناوړه اغېز ولري.

د یاد بندیز پلي کېدل دا مهال د کاپیسا په ګډون په ۲۵ ولایتونو کې اعلان شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here