وروسته له هغه چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدی د دولتي ادارو پر ضد د بېاساسه تورونو د قضیې په تړاو محکمې ته حاضر نه شو،.د اسلام اباد یوې محکمې د هغه د نیولو امر کړی.
د جيونیوز د راپور له مخې، د اسلاماباد محکمې د چهارشنبې په ورځ پولیسو ته لارښوونه کړې چې سهیل اپرېدي ونیسي او د فبرورۍ پر ۱۰مه یې محکمې ته وړاندې کړي.
پر هغه د سایبري جرمونو د مخنیوي قانون له مخې قضیه ثبت شوې؛ خو تر اوسه د اعلی وزیر او د هغه د دفتر له لوري په دې اړه غبرګون نه دی ښودل شوی.

