د ایران د مذهبي مشر علي خامنهاي سیاسي مشاور علي شمخاني ویلي، چې پر ایران د «محدود برید» خبره یوازې غلط تصور دی او ټینګار یې کړی چې که امریکا له هر ځای او په هره کچه پر ایران پوځي اقدام وکړي، دا به د جګړې رسمي پیل وبلل شي.
شمخاني خبرداری ورکړی چې د داسې اقدام ځواب به سمدستي، ټولجانبه او بېساری وي، او زیاته کړې یې ده چې د برید په صورت کې به د متجاوز هېواد ترڅنګ د هغه ملاتړي هم په نښه شي، په ځانګړي ډول د اسرائیل پلازمینې تل ابیب زړه.

