چهارشنبه, فبروري 4, 2026
Homeکورپاڼهاوکراین؛د خارکیف په سیمه کې د روسیې د ډرون برید له امله...

اوکراین؛د خارکیف په سیمه کې د روسیې د ډرون برید له امله درې کسان وژل شوي

د اوکراین په شمال ختیځ کې د خارکیف په سیمه کې د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا برید پر هغه مسافر وړونکي اورګاډي شوی چې ۱۵۵ مسافر پکې سپاره وو.

ویل کېږي اورګاډی یو کلي ته نږدې په نښه شوی دی.

چارواکو ویلي، د برید له امله اورګاډي ته هم زیان اوښتی او ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د برید په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here