د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې ویلي، یوه شخصي الوتکه چې اته کسان پکې سپاره وو، د یکشنبې په شپه د مین ایالت د بنګور په نړۍوال هوايي ډګر کې د الوتنې پر مهال نسکوره شوې ده.
چارواکو د سپرلیو د برخلیک په اړه څه نهدي ویلي او زیاتوي چې د پېښې پلټنې پیل شوې دي.
دا پېښه په داسې وخت کې شوې، چې د واورین توپان له امله په نیو انګلنډ او د امریکا په ګڼو سیمو کې سختې هوايي ستونزې رامنځته شوې وې.

