الجزیرې راپور ورکړی چې ټیکټاک د پانګهوالو له یوې ډلې سره داسې هوکړې ته رسېدلی چې له مخې به یې د امریکا لپاره یوه جلا اداره جوړېږي، څو د احتمالي بندیز مخه ونیسي.
د نوې معاملې له مخې به د ټیکټاک امریکایي څانګه د ډېری امریکایي پانګهوالو تر کنټرول لاندې وي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې هوکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې ټیکټاک یې وژغوره.
هغه زیاته کړه چې هیله لري د ټیکټاک کاروونکي به یې په راتلونکو کلونو کې د دې شبکې د ژغورلو له امله یاد کړي.
د نوې هوکړې له مخې، د ټیکټاک امریکایي نسخه به له چینایي کنټرول څخه بېلېږي او د امریکا د قوانینو له مخې به فعالیت کوي؛ خو د کاروونکو معلوماتو او ډیجیټلي امنیت موضوع به لا هم تر جدي څار لاندې وي.

