شنبه, مارچ 28, 2026
Homeافغانستاناروپايي ټولنه:د افغان مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ۱۰ میلیونه یورو مرسته...

اروپايي ټولنه:د افغان مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ۱۰ میلیونه یورو مرسته کوو

اروپايي ټولنې د افغان مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د WE-LEAD پروګرام د دویم پړاو د پیل په موخه ۱۰ میلیونه یورو نوې مرسته اعلان کړې ده.

دا پروګرام د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له لوري پلي کېږي او د ښځو د اقتصادي خپلواکۍ، عایداتي فرصتونو او بازارونو ته د لاسرسي ملاتړ کوي.

د اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو چارواکو ویلي، چې دا مرسته به زرګونو افغان ښځو او د ښځو په مشرۍ کاروبارونو ته مالي او مسلکي ملاتړ برابر کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here