راپورونه وایي، چې د امریکا د احتمالي برید د زیات شوي ګواښ له ارزونې وروسته، د ایران مذهبي مشر علي خامنهای په تهران کې یو ځانګړي او ځمکلاندې پناهځای ته انتقال شوی دی.
ویل کېږي دا پناهځای له یو بل سره نښتي تونلونه لري.
د راپور له مخې، د خامنهای درېیم زوی مسعود خامنهای د هغه د ورځنیو دفتري چارو مسوولیت پر غاړه اخیستی او بل زوی یې مجتبی خامنهای له حکومتي چارواکو سره اړیکې ساتي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو ورځو کې د امریکا لهخوا پر ایران د احتمالي برید په اړه اوازې زیاتې شوې دي.

