د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره حنا رباني کهر وايي، د افغانستان په اړه د پاکستان اوسنی دریځ له فکري بېنظمۍ او ستراتېژیکې ګډوډۍ سره مخ دی او دا تګلاره تر بل هر چا زیات پخپله پاکستان ته زیان اړوي.
نوموړي په یوه مرکه کې ویلي، چې د افغانستان پر وړاندې د سرحدي لارو تړل او اقتصادي فشارونه نه یوازې دا چې اغېزناکه سیاسي وسیله نه ده، بلکې د پاکستان پر سوداګرۍ، ترانزیټي رول او نړیوال اعتبار ناوړه اغېز لري.
ربانيکهر ټینګار کړی چې پاکستان له کلونو راهیسې ځان د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د ترانزیټي پل په توګه معرفي کوي، خو کله چې دا هېواد پخپله خپلې لارې تړي، نو دا ادعا عملاً له منځه ځي او د نورو هېوادونو باور زیانمنوي.
نوموړې خبرداری ورکړی چې د اسلاماباد غیر متوقع او ناپایدار سیاستونو نړیوال پانګهوال اندېښمن کړي، ځکه په داسې چاپېریال کې چې پرېکړې هره شېبه بدلېږي، هېڅ سوداګر یا هېواد د اوږدمهاله پانګونې جرأت نه کوي.
د هغې په وینا، که پاکستان غواړي خپل اقتصادي او سیمهییز رول وساتي، نو باید له فشار راوړونکو سیاستونو لاس واخلي او د باور پر بنسټ سیمهییز تعامل ته مخه کړي.

