د بریتانیا حکومت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې رد کړې چې پکې یې ادعا کړې وه د ناټو ځواکونه په افغانستان کې د جګړې له اصلي ډګر څخه لرې وو.
د بریټانیا لومړي وزیر کییر سټارمر وویل دا خبرې د هغو سرتېرو له قربانیو سره په ټکر کې دي چې په افغانستان کې یې جګړه کړې ده.
د هغه په وینا، په دې جګړه کې ۴۵۷ بریتانوي پوځیان وژل شوي او ډېر نور د تل لپاره ټپیان پاتې شوي دي.
سټارمر ټینګار وکړ، چې د بریټانیا ځواکونه د افغانستان په جګړه کې په خطرناکو ماموریتونو کې شامل وو او د هغوی رول باید کم ارزښته ونه ګڼل شي.
همدارنګه د بریتانیا د وسلهوالو ځواکونو وزیر ال کارنز هم ویلي چې بریټانوي پوځیان په افغانستان کې د جګړې په لومړیو کرښو کې فعال حضور درلود.

