امریکا په رسمي ډول د روغتیا له نړیوال سازمان (WHO) څخه خپل غړیتوب پای ته ورساوه او له دې ادارې سره یې هر ډول عملي، مالي او تخنیکي اړیکې پرې کړې دي.
امریکايي چارواکو ویلي، د روغتیا نړیوال سازمان د کورونا وبا پر مهال په خپل مسؤلیت کې پاتې راغلی، د وبا په مدیریت کې یې سم او پر وخت اقدامات نه دي کړي او پرېکړې یې تر ډېره سیاسي وې، نه علمي.
د امریکا په وینا، دغه سازمان د واشنګټن د ګټو خلاف چلند کړی دی.
بل لور ته، د روغتیا نړیوال سازمان د امریکا د پرېکړې په غبرګون کې ویلي، چې متحده ایالات لا هم د سازمان پر وړاندې شاوخوا ۲۷۰ میلیونه ډالره مالي پور لري او دا پیسې باید ورکړل شي، ځکه چې دا د پخوانیو ژمنو او مالي مکلفیتونو برخه ده.
د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی، چې دغه پور د امریکا له احتمالي وتلو سره نه لغوه کېږي او د نړیوالې روغتیا د پروګرامونو د دوام لپاره حیاتي ارزښت لري.
د یادونې وړ ده چې امریکا د روغتیا نړیوال سازمان له سترو تمویل کوونکو هېوادونو څخه وه او د دې هېواد وتل کولی شي د نړیوالو روغتیایي پروګرامونو پر بودجې او فعالیتونو اغېز وکړي.

