د هیواد د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس، کریم خرم ویلي، چې منځنی ختیځ او سیمه د دوو خطرناکو تحولاتو پر درشل ولاړه ده چې اغېزې به یې تر افغانستان پورې ورسېږي.
خرم په یوه تحلیلي څرګندونه کې ویلي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لهخوا د غزې لپاره د «سولې شورا» جوړېدل، په حقیقت کې د سولې پروژه نه، بلکې یوه لویه سوداګریزه طرحه ده چې هدف یې د فلسطیني ولس ایستل او د غزې تجارتي استثمار دی.
د کریم خرم په وینا، دا شورا د یوې خصوصي نړیوالې کمپنۍ بڼه لري او مشري یې پخپله ټرمپ او د لوېدیځ میلیاردران کوي، چې غواړي غزه په یوه سوداګریز تفریحي مرکز بدله کړي.
نوموړي همدارنګه د داعش د شاوخوا ۷ زره بندیانو انتقال له سوریې څخه عراق ته ژور امنیتي خطر بللی او ویلي یې دي، چې دا کار داعش ایران، افغانستان او ټولې سیمې ته نږدې کوي.
خرم زیاته کړې چې، که کرد ځواکونو کولی شول دا بندیان وساتي؛ نو د سوریې حکومت یې د ساتلو وړتیا ولې نه لري؟ په داسې حال کې چې عراق پخپله له پراخو ستونزو سره مخ دی.
هغه خبرداری ورکړی چې دا ډول سیاسي او امنیتي لوبې به د سیمې ثبات لا پسې زیانمن کړي او د نوې بېثباتۍ دروازې به پرانیزي.

