شنبه, مارچ 14, 2026
Homeکورپاڼهوال سټریټ ژورنال:امریکا له سوریې څخه د خپلو ټولو پوځیانو د ایستلو...

وال سټریټ ژورنال:امریکا له سوریې څخه د خپلو ټولو پوځیانو د ایستلو پر امکان غور کوي

‏وال‌سټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې واشنګټن له سوریې څخه د خپلو ټولو پوځي ځواکونو د بشپړ وتلو پر امکان غور کوي.

د راپور له مخې، دا ارزونه په داسې وخت کې روانه ده چې احمد الشرع هڅه کوي د هېواد د شمال ختیځ سیمو کنټرول بېرته له هغې کردي ملېشې ډلې واخلي چې د امریکا له ملاتړ څخه برخمنه ده.

وال‌سټریټ ژورنال لیکي، دا بدلونونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د احمد الشرع حکومت د امریکا د پوځ له اوږدمهاله سیمه‌ییز شریک، یعنې د کردانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو (SDF)، د منحل کېدو امر کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here