د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمان د هېواد پر امنیتي وضعیت او د حکومت پر بهرني سیاست سختې نیوکې کړي دي.
هغه ویلي، په خپله سیمه کې خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره طالبانو ته باج ورکوي؛ خو حکومت د غزې د سولې خبرې کوي.
نوموړي زیاته کړې چې دولت د خپلو وګړو امنیت نه شي تأمینولای او دا وضعیت د منلو وړ نه دی.
د دغو څرګندونو وروسته د پاکستان د ملي شورا غونډه وځنډول شوه.
دا څرګندونې داسې مهال شوې چې لومړي وزیر شهباز شریف د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «سولې بورډ» غړیتوب منلی دی.

