اسرائیلي ځواکونو د سوریې او لبنان ترمنځ پر څو سرحدي تېرېدونکو لارو هوايي بریدونه کړي او ادعا یې کړې چې دا لارې د حزبالله لهخوا د وسلو د قاچاق لپاره کارول کېدې.
هممهاله، د لبنان په سوېل کې پر یو شمېر کلیو هم بریدونه شوي چې د لبنان د روغتیا وزارت په وینا، لږ تر لږه دوه کسان پکې وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.
دا تازه بریدونه په داسې حال کې ترسره شوي چې لبنان او اسرائیل په ۲۰۲۴ کال کې د امریکا په منځګړیتوب د اوربند تړون ته رسېدلي وو، خو له هغه راوروسته دواړه لوري یو بل د تړون په سرغړونه تورنوي.

