د امریکا د استازو جرګې جمهوريپال غړي مایکل مککال ویلي، چې په منځني ختیځ کې د امریکا متحدین، په ځانګړي ډول اسراییل، سعودي عربستان او اردن، باید د ایران د رژیم د نسکورولو لپاره جدي هڅې وکړي.
مککال ویلي، دغه هېوادونه پراخې مالي سرچینې او پیاوړې استخباراتي وړتیاوې لري او کولای شي د ایراني رژیم پر ضد اغېزمن رول ولوبوي.
د هغه په وینا، د سیمې متحدین نه یوازې دا توان لري، بلکې د خپل امنیت د خوندي کولو لپاره باید فعاله ونډه واخلي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د ایران د رژیم ړنګېدل یوازې د وخت خبره ده او دا به حتمي یوه ورځ رامنځته شي.
هغه ویلي، د تهران حکومت د خپلو کورنیو ستونزو، اقتصادي فشارونو او نړیوالې انزوا له امله د سقوط پر لور روان دی.
مایکل مککال همدارنګه زیاته کړې، چې د ایران اوسنی رژیم د سیمې د بېثباتۍ اصلي لامل دی او د هغه په باور، د دغه نظام پای ته رسېدل به د منځني ختیځ د امنیت او ثبات لپاره مهم بدلون رامنځته کړي.

