د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړیوال اقتصادي فورم (WEF) په غونډه کې وویل چې امریکا به د ګرینلنډ د ترلاسه کولو لپاره پوځي ځواک ونه کاروي، خو ټینګار یې وکړ چې دا ټاپو د امریکا د «ملي امنیت لپاره حیاتي ارزښت» لري او باید پرې عاجلې خبرې پیل شي.
ټرمپ وویل، که څه هم امریکا د پوځي ټکر غوښتنه نه لري، خو که شخړه رامنځته شي، واشنګټن به «په هره جګړه کې نهدرېدونکی» وي.
هغه زیاته کړه چې اروپا په ناسم لوري روانه ده او د لوړو لګښتونو، کډوالۍ او تجارتي سیاستونو له امله له ستونزو سره مخ ده.
نوموړي همدارنګه وویل چې د ناټو غړي هېوادونه د امریکا له پوځي او اقتصادي قربانیو منندوی نه دي او واشنګټن په بدل کې «یوازې تاوانونه» ګالي.

