د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د جو بایډن پر ادارې سختې نیوکې کړې دي.
نوموړي دا وتل او د کابل په هوايي ډګر کې د ۱۳ امریکایي سرتېرو وژل د امریکا په تاریخ کې «تر ټولو کمزوری او شرموونکی پړاو» بللی.
ټرمپ ویلي، که څه هم هغه هم د ځواکونو د ایستلو پلوی و، خو دا بهیر به یې په ځواک او عزت ترسره کړی وای.
هغه ټینګار کړی چې امریکا باید د بګرام پوځي اډه نه وای پرېښې او زیاته یې کړه چې طالبانو ته د پرمختللو پوځي تجهیزاتو پرېښودل یوه ستره تېروتنه وه.
د هغه په وینا، دا د شرم ځای دی چې طالبان اوس د هماغو پاتې وسایلو نندارې کوي.
ټرمپ ادعا کړې چې د خپلې ولسمشرۍ پر مهال یې د امریکا پوځ پیاوړی کړی او ژمنه یې کړې چې د پوځ د بیا رغونې بهیر ته به دوام ورکړي.

